IQNA

د عمان مفتی وائي؛

له سویډ سره د اړیکو غوڅول  دینی فرض دی

6:57 - July 24, 2023
د خبر لمبر: 3487676
ایکنا –(عمان) د عمان ستر مفتی  په یوه ټویت  کې په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې  ټينګار کړی چې له دغه هیواد سره د اسلامی هیوادونو د اړیکو غوڅول یو دینی فرض دی.

ایکنا خبري آژانس راپور راکړ،دعمان مفتی  شیخ احمد بن  حمد الخلیلي  پخپلې ټویټر پاڼې کې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، درست مسلمانان باید  له سویډ سره باید خپلې ټولې اړیکې په بشپړ ډول غوڅې کړي.

د عمان مفتی د مسلمانانو د مقدساتو په سپکاویو او د دوی د احساساتو د داغی کولو په ځواب کې د سویډ دبایکاټولو غوښته کړې ده.

الخلیلي  پخپل ټویټ کې لیکلي دي ،په تیروتی لارې پر دوام د مسلمانانو د ترټولو مقدسو شعائرو په سپکاوي سره له اسلام او مسلمانانو سره له دښمني په لاس نه اخستو باندې د  سویډ ټينګار ، پر  مسلمانانو فرض کوي  چې خپلې ټوله  اړیکې  له دغه هیواد سره غوڅې کړي او دغه هیواد په بشپړ ډول بایکاټ کړي.

 هغه زیاته کړې ده ، له درستو اسلامی هیوادونو ا و د هغو له ملتونو  غواړو چې دغې  چارې ته توجه وکړي او په دې باب لټي ونه کړي.

د  عمان مفتي  د تیرې میاشتې په مینځیو کې هم په سویډ کې  د قرآن کریم په سپکایو خپل غبرګون ښودلی ؤ  او د نړۍ له مسلمانانو ئې غوښتی وو چې د سویډ شیان بایکاټ کړي. هغه زیاته کړې ده ، دنړۍ په ختیځ او لویدیځ کې  درست مسلمانان باید  له دغه شان جنایتونو سره مقابله وکړي او  ترټولو کم کار چې باید د دغه شان لویو جنایتونو په وړاندې ئې ترسره کړي، د سویډ د تولیداتو او شیانو بایکاټولو دي.

https://iqna.ir/fa/news/4157441

captcha